د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالي له مشرانو سره په هغه ولسوالي کې د برېښنا رسونې د پروژې په هکله خبرې وکړې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۱:۵۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د لغمان ولایت د قرغه يي ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره وکتل او په هغه ولسوالي کې د اوبو او انرژي د پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د قرغه یي ولسوالي مشرانو په هغه ولسوالي کې د برېښنا رسونې د پروژې د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د هغوی ستونزو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۷
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۳:۳۲
Background image

خوست ولایت کې د آسمان کوټ چکډم چارې ۲۲ سلنې پرمخ تللې دي

د خوست ولایت د شمل- خرم سیندیزې فرعي...

بیرته تګ

User account menu