د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هېواد له سیندیزو عمومي حوزو رئیسانو سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۹ - ۱۱:۵۹
1

د هیواد سیندیزو عمومي حوزو رئیسانو په یوه ناسته کې د فعالیتونو راپور، ستونزې او وړاندېزونه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست سره شریک کړل.

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبد اللطیف منصور په یوه ناسته کې چې د دې وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر او مالي او اداري عمومي رئیس حاجي محمد الدین نیازي هم ګډون درلود د کابل، هریرود مرغاب، پنج امو، هلمند او شمال عمومي سیندیزو حوزو رئیسانو سره وکتل او د هغو  کاري راپورونه، ستونزې او وړاندیزونه یې واریدل.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست دې ته په اشاره چې د اسلامي امارت مسؤلین د افغانستان د خلکو خدمت ګاران دي د یادو حوزو رئیسان اخلاص او د افغانستان خلکو ته د ریښتوني خدمت کولو ته وهڅول.

ښاغلي منصور په دې ناسته کې د اوبو معین او ټولو مسؤلینو له هغه فعالیتونو څخه چې د اوبو ملي کنفرانس په برخه کې چې څو ورځې مخکې د دې وزارت لخوا ترسره شو د قدرداني اظهار وکړ، همدا شان د اوبومدیریت غوره والي او سیندیزو حوزو کې د شته ستونزو حل په موخه یې لازم هدایت د اړونده عمومي حوزو رئیسانو ته ورکړل.

د اوبو او انرژي وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu