د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
1

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت مسؤلینو او کارمندانو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پيل کړه.

د پېژندنې په مراسمو کې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د چارو ادارې عمومي ریاست مرستیال محترم مولوي سیف الدین تائب، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د اسلامي امارت ګڼ شمېر مشرانو، سلاکارانو، رئیسانو او د اوبو او انرژي وزارت کارمندانو شتون در لود.

محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور چې تر دې مخکې یې د اوبو او انرژي وزارت مسؤلیت په غاړه درلود، د لنډې وینا ترڅنګ، د دغه وزارت لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې د ده د ماموريت په پړاو کې د اوبو بندونو د جوړولو، د اوبیزو سرچینو د مدیریت او د انرژي سکتور د پراختیا په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شوي دي. هغه له ټولو مسؤلینو او کارمندانو څخه وغوښتل چې په رښتینولي، ژمنتیا او بشپړ اطاعت سره ور سپارل شوي مسؤلیتونه په لا زیاتو هڅو سره پرمخ یوسي.

د مراسمو په دوام کې، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، په اسلامي نظام کې مسؤلیت یو ستر امانت وباله او ټینګار یې وکړ، چې ټول مسؤلین مکلف دي، ترڅو دغه امانت د خپلو دندو په ترسره کولو سره په ښه توګه ترسره کړي. هغوی د دغه وزارت د پخواني وزیر هڅې او کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د محدودو امکاناتو سره سره، د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې د پام‌وړ فعالیتونه ترسره شوي دي.

همدارنګه، د چارو ادارې عمومي ریاست مرستیال محترم مولوي سیف الدین تائب، د نوي وزیر د ټاکلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه فرمان ولوست او هغوی ته یې د لا توفیق غوښتنه وکړه.

دغه مراسم په هېواد کې د اسلامي نظام لپاره د لا زیاتو توفیقاتو د غوښتلو په دعائيې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu