د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت نوی معین د دې وزارت کارمندانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۶ - ۱۳:۴۷
1

محترم ملا عبدالقاهر ادریس د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په توګه د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور  او د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د مرستیال محترم مولوي سیف الدین تائیب له خوا د وزارت کارمندانو ته ور وپېژندل شو.

یاده برنامه چې د وزارت د جومات د امام محترم مولوي سید هارون له خوا د قرآن کریم د آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه او د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئيس محترم الحاج غلام جیلاني حق پرست په  آنانسري سره پرمخ وړل کېده، د کرنې، اوبولګولو او مالداري سرپرست وزیر محترم مولوي عطاالله عمري، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د افغانستان اسلامي امارت ګڼ شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د دې وزارت د نوي معین د پېژندلو د برنامې په بهیر کې په هېواد کې د انرژي سکتور اهمیت ته اشاره وکړه او همدارنګه د افغانستان په اسلامي امارت کې یې د محترم ملا عبدالقاهرادریس د پام وړ او ارښتناکو کړنو او په ځانګړې توګه د افغانستان بانک په ریاست کې د هغه د سرپرستي دوره په نیکۍ سره یاده کړه.

د ناستې په دوام کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې مرستیال محترم مولوي سیف الدین تائیب د انرژي د نوي معین د حکم د لوستلو ترڅنګ، هغه ته یې ملت او خلکو ته د خدمت رسولو په لاره کې د بریا غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، په دې برنامه کې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي نوی ټاکل شوی معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس په افغانستان بانک کې خپلو کړنو او لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او د هېواد د انرژي په برخه کې د ځان بسیاینې په لار کې یې هڅو ته ژمنه وکړه.

له بلې خوا، محترم مولوي عطاالله عمري د کرنې، اوبولګولو او مالداري سرپرست وزیر، د برنامې په پای کې محترم ادریس او د اسلامي امارت ټولو مسؤلینو ته یې خلکو ته د خدمت رسولو په لار کې  دعا وکړه او د بریا غوښتنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي نوی معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو څخه تر اوسه پورې د افغانستان بانک د عمومي رئيس او همدارنګه د آمریکایانو د اشغال په دوره کې د افغانستان اسلامي امارت د مالي چارو عمومي مسؤل په توګه دنده ترسره کړې او خپلې چارې يې په بریالیتوب سره ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu