د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د ترکیې د سوداګرو او صنعت کارانو خپلواکي ټولنې غړو ته په افغانستان کې د پانګونې د زمینې چمتو کولو ډاډ ورکړ

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۳ - ۱۲:۵۱
23/9/1400

 

ښاغلی مولوي عارف الله عارف د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په خپل کاري دفتر کې د ترکیې د سوداګرو او صنعت کارانو خپلواکي ټولنې غړو سره لیدنه ترسره کړه او په افغانستان کې د خصوصي سکتورونو د پانګونې په تړاو د انرژي د تولید په برخه کې بحث او دنظرونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، مولوي عارف د ترکیې د سوداګرو او صنعت کارانو خپلواکې ټولنې په افغانستان کې د انرژي د پراختیا له لیوالتیا څخه قدرداني څرګنده کړه  او د شته زیرمو او په هیواد کې د انرژي د تولید وړتیا په یادولو سره، هغوی ته د پانګونې د زمینې چمتوکولو ډاډ ور کړ.

د انرژي معین په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې، د اوبو او انرژي وزارت رهبري د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې هرکلی کوي او په دې برخه کې د پانګونې د زمینې په چمتوکولو کې هر راز همکاري ته چمتو دی.

په ورته وخت کې، د ترکیې د سوداګرو او صنعت کارانو خپلواکې ټولنې په افغانستان کې د انرژي د تولید په برخه کې د اوبو له زیرمو ، بادي، لمرېزې او د ډبرو سکرو په برخه کې د پانګونې لپاره لیوالتیا  څرګنده کړه.

په پای کې دواړو لوریو د چارو د پيل او چټکتیا په موخه د هوکړه لیک په لاسلیک کیدو باندې ټنیګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۹
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې د اوبو د پراختیایي پروژو په برخه کې شاوخوا ۶۷ میلیونه افغانۍ مصرف کړې دې

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ۱۴۰۴ هـ ل کال د لاسته راوړنو او د ۱۴۰۵ هـ ل مالي کال د پلانونو راپور د "ښاري خبرو اترو" په یوه ولسي غونډه کې وړاندې کړ.

په دغه غونډه کې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۴۱
Background image

پروان ولایت کې د بالاغیل سیمې د سیفون او سیلبر د بیارغونې او پاکاري چارې پیل شوې

د چاریکار ښار اړوند د بالاغیل سیمې سیفون او سیلبر چې د تېرو شلو کلونو راهیسې د سېلابونو د را وتلو له امله تړل شوی وو، د بیارغونې او پاکاري چارې یې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۵
Background image

لغمان ولایت کې د یوه سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژه د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالي د کهنه‌پال درې په سیمه کې د یوه سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژه د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي شیرجان راشدي او. . .

بیرته تګ

User account menu