د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د روسیې هیواد د انرژي ګروپ د شرکتونو له رئیس سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د خپل کار په دفتر کې د روسیې هیواد د انرژي ګروپ د شرکتونو له رئيس ښاغلي خمیس مخیانوف سره ولیدل.
په دغه کتنه کې، په افغانستان کې د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله بحث او دنظر تبادله وشوه.
د روسیې هیواد د انرژي ګروپ د شرکتونو رئيس ښاغلي مخیانوف د ډبرو له سکرو څخه د انرژي د تولید او د انرژي د تولید نورو سرچینو باندې د پانګونې لپاره لیوالتیا څرګنده کړه.
ښاغلي مولوي عارف الله عارف په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د روسیې د انرژي شرکتونو د پانګونې له لیوالتیا څخه هرکلی وکړ او پر لا زیاتو همغږي او د عملي اقداماتو د چټکتیا لپاره په ګډه همکاري باندې ټینګار وکړ.
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د انرژي د تولید لپاره د پانګونې راجلبول د اوبو او انرژي وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او په دې وروستیو کې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له خوا ګڼ شمېر پروګرامونه د ملي او نړیوالو پانګه والو د جلبولو لپاره په لاره اچول شوي دي.
