د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د روسیې هیواد د انرژي ګروپ د شرکتونو له رئیس سره وکتل

mew-admin
Mon, Jun 13 2022 1:27 PM
۱

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د خپل کار په دفتر کې د روسیې هیواد د انرژي ګروپ د شرکتونو له رئيس ښاغلي خمیس مخیانوف سره ولیدل.

په دغه کتنه کې، په افغانستان کې د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله بحث او دنظر تبادله وشوه.

د روسیې هیواد  د انرژي ګروپ د شرکتونو رئيس ښاغلي مخیانوف د ډبرو له سکرو څخه د انرژي د تولید او د انرژي د تولید نورو سرچینو باندې د پانګونې لپاره لیوالتیا څرګنده کړه.

ښاغلي مولوي عارف الله عارف په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د روسیې د انرژي شرکتونو د پانګونې له لیوالتیا څخه هرکلی وکړ او پر لا زیاتو همغږي او د عملي اقداماتو د چټکتیا لپاره په ګډه همکاري باندې ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د انرژي د تولید لپاره د پانګونې راجلبول د اوبو او انرژي وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او په دې وروستیو کې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له خوا ګڼ شمېر پروګرامونه  د ملي او نړیوالو پانګه والو د جلبولو لپاره په لاره اچول شوي دي.

Latest news

Thu, Oct 15 2026 10:45 AM
Background image

Minister of Water and Energy Meets with Saudi Arabia’s Deputy Minister of Energy

2/5/1448 AH, Corresponding to 22/7/1405 SH

The Minister of Water and Energy of the Islamic Emirate of Afghanistan, Al-Haj Mullah Mohammad Younus “Akhundzada,” accompanied by his. . .

Wed, Oct 14 2026 9:23 AM
Background image

Minister of Water and Energy Visits the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Riyadh

1/5/1448 AH, corresponding to 21/7/1405 SH

The Minister of Water and Energy of the Islamic Emirate of Afghanistan, Al-Haj Mullah Mohammad Younus Akhundzada, accompanied by his. . .

Tue, Oct 13 2026 10:16 AM
Background image

Minister of Water and Energy Visits International Energy Exhibition at the 17th Energy Forum in Saudi Arabia

29/4/1448 AH, corresponding to 20/7/1405 SH

The Minister of Water and Energy of the Islamic Emirate of Afghanistan, H.E. Alhaj Mullah Mohammad Younus Akhundzada, accompanied by his. . .

BACK TO NEWS

User account menu