د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت نوولسمه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۱۳:۴۹
1

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخند زاده تر ریاست لاندې د اوبو سکټور د مرکزي رئیسانو او د وزارت د سلاکار ښاغلي ډاکټر غلام فاروق اعظم په ګډون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، پریکړه وشوه چې د هغو پروژ معلومات دې د کرهڼې وزارت څخه و غوښتل شي، چې د کرهڼې  وزارت څخه د اوبو او انرژي وزارت ته را انتقال شوي دي.

 په دې تخنیکي ناسته کې، د سطحي اوبو ریاست رئيس د یوه پرژنتیشن په ترڅ کې د هیواد په کچه د اوبو سټیشنونو د ارقامو، د سټیشنونو څخه د اوبو د ارقامو راټولولو د څرنګوالي، د اوبو د اندازه ګیري د بهیر د ډولونو ، د سټیشنونو د ډیتا د کیفیت او همدارنګه د سټیشنونو د ساتنې او پالنې په هکله د غونډې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

 د اوبو او انرژي وزارت د اوبو ښاغلي معین په دې ناسته کې د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره رئيسانو ته لازم تخنیکي هدایات ور کړل او زیاته یې کړه، چې ټول رئيسان دې د خپلو ریاستونو پلانونه د پرزینټیشن په ترڅ کې د اونۍ په تخنیکي ناسته کې ګډونوالو ته وړاندي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu