د بشري سرچینو ریاست له لوري د لیکوالۍ درې ورځنې ښونیزې برنامې ګډونوالو ته تصدیق پانې ورکړل شوې
نوموړې برنامه څه موده وړاندې د اوبو او انرژي وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د کارمندانو د وړتیا لوړولو او د اداري مراسلاتو او کاري ګزارشونو د لیکلو پر مهال د سمې لیکنې او ګرامري قواعدو مراعاتولو په برخو کې ترسره شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي په وزارت کې د وړتیا لوړولو ښونیزو برنامو ترسره کول ځانګړی ارزښت لري او دا ډول برنامې د کارمندانو د پوهې او مسلکي وړتیا لوړولو په موخه وخت په وخت د بېلابېلو ریاستونو له لوري ترسره کیږي، چې ښې اغیزې لري.