د سترو پروژو د قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۶:۲۳
1

د هېواد د سترو پروژو د قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي د مخکنیو ناستو په دوام کې، دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د اقتصاد، ماليې، ټولګټو او د تدارکاتو ملي ادارې د معینانو او استازو په ګډون ترسره شو.

په دې ناسته کې، یاد پلاوي د کلیو پراختیا او اوبو او انرژي وزارت یو شمېر ستر قراردادونه تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ونیول او د هغوی د ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوی د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د ۱۷ ګڼې مصوبې د څلورم بند د تحقق په موخه توظیف شوی، ترڅو ټول لوی قراردادونه تر څېړنې لاندې ونیسي او د هغوی د ستونزو او وضعیت په هکله بشپړ راپور چمتو او د اسلامي امارت له کابینې سره شریک کړي. یاد پلاوي تر اوسه پورې د ګڼو ناستو په ترسره کولو سره د  بېلابېلو وزارتونو او ادارو ګڼ شمېر ستر قراردادونه تر څېړنې لاندې نیولي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu