د سترو پروژو د قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

د هېواد د سترو پروژو د قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي د مخکنیو ناستو په دوام کې، دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د اقتصاد، ماليې، ټولګټو او د تدارکاتو ملي ادارې د معینانو او استازو په ګډون ترسره شو.
په دې ناسته کې، یاد پلاوي د کلیو پراختیا او اوبو او انرژي وزارت یو شمېر ستر قراردادونه تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ونیول او د هغوی د ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوی د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د ۱۷ ګڼې مصوبې د څلورم بند د تحقق په موخه توظیف شوی، ترڅو ټول لوی قراردادونه تر څېړنې لاندې ونیسي او د هغوی د ستونزو او وضعیت په هکله بشپړ راپور چمتو او د اسلامي امارت له کابینې سره شریک کړي. یاد پلاوي تر اوسه پورې د ګڼو ناستو په ترسره کولو سره د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ګڼ شمېر ستر قراردادونه تر څېړنې لاندې نیولي دي.