د شاهي کانال د لومړي فاز د لومړۍ برخې(لاټ) د کندنکاري چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي
د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل ټیم د لغمان ولایت د شاهي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکوالي، د کیفیت ښه والي او په ټاکلي وخت سره د چارو د پای ته رسولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د شاهي کانال د لومړي فاز د لومړۍ برخې(لاټ) د کندنکاري چارې ۷۵ سلنه او د کانکریټ تویونې چارې یې ۳ سلنه پرمخ تللې دي.
د یادونې وړ ده، چې شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري. دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره 70 کیلو متره اوږدوالی لري او کابو 20 زره هکتاره ځمکه خړوبوي.
د نوموړې پروژې لومړی فاز د 30 کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو (لاټونو) کې پلي کېږي او ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د دغې پروژې د لومړي فاز لومړۍ برخه 6.6 کیلو متره اوږدوالی لري.
