د شاهي کانال د لومړي فاز د لومړۍ برخې(لاټ) د کندنکاري چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Sat, Mar 08 2025 1:04 PM
1

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل ټیم د لغمان ولایت د شاهي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکوالي، د کیفیت ښه والي او په ټاکلي وخت سره د چارو د پای ته رسولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د شاهي کانال د لومړي فاز د لومړۍ برخې(لاټ) د کندنکاري چارې ۷۵ سلنه او د کانکریټ تویونې چارې یې ۳ سلنه پرمخ تللې دي.

د یادونې وړ ده، چې شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري. دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره 70 کیلو متره اوږدوالی لري او کابو 20 زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

د نوموړې پروژې لومړی فاز د 30 کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو (لاټونو) کې پلي کېږي او  ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د دغې پروژې د لومړي فاز لومړۍ برخه 6.6 کیلو متره اوږدوالی لري.

Latest news

Thu, Oct 15 2026 10:45 AM
Background image

Minister of Water and Energy Meets with Saudi Arabia’s Deputy Minister of Energy

2/5/1448 AH, Corresponding to 22/7/1405 SH

The Minister of Water and Energy of the Islamic Emirate of Afghanistan, Al-Haj Mullah Mohammad Younus “Akhundzada,” accompanied by his. . .

Wed, Oct 14 2026 9:23 AM
Background image

Minister of Water and Energy Visits the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Riyadh

1/5/1448 AH, corresponding to 21/7/1405 SH

The Minister of Water and Energy of the Islamic Emirate of Afghanistan, Al-Haj Mullah Mohammad Younus Akhundzada, accompanied by his. . .

Tue, Oct 13 2026 10:16 AM
Background image

Minister of Water and Energy Visits International Energy Exhibition at the 17th Energy Forum in Saudi Arabia

29/4/1448 AH, corresponding to 20/7/1405 SH

The Minister of Water and Energy of the Islamic Emirate of Afghanistan, H.E. Alhaj Mullah Mohammad Younus Akhundzada, accompanied by his. . .

BACK TO NEWS

User account menu