د شاه و عروس بند پروژې د ستونزو د هوارولو  او د هغه د پاتې چارو د چټکتیا په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۱۶:۲۷
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت د مستشار ښاغلي حسن شیرازي، د قراردادي شرکت رئيس ښاغلي صفی الله نجفي او د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د کابل ولایت په شکر درې ولسوالي کې د شاه و عروس بند پروژې د ستونزو د هوارولو او د یاد بند د چارو د چټکتیا په هکله د اړینو اقداماتو په ترسره کولو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو ښاغلي معین د پروژې ارزښت ته په اشارې سره د پروژې د پاتې چارو د پلي کولو په هکله خپله ژمنتیا څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د پروژې ستونزې تر څېړنې لاندې ونیول شي او چارې يې ژرترژره بشپړې شي.

په ورته مهال، د قراردادي شرکت رئيس د پروژې د ستونزو او وضعیت راپور وړاندې کړ او څرګنده یې کړه، چې یاد شرکت به خپلې ټولې هڅې د پروژې د پاتې چارو د بشپړولو لپاره په کار واچوي.

په پای کې د اوبو معین، د ایران سفارت مستشار او د قرادادي شرکت رئيس د پروژې د ستونزو د هوارولو او پاتې چارو د ترسره کولو لپاره پر اړینې همکاري او همغږي باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

بیرته تګ

User account menu