د شاه و عروس بند پروژې د ستونزو د هوارولو او د هغه د پاتې چارو د چټکتیا په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت د مستشار ښاغلي حسن شیرازي، د قراردادي شرکت رئيس ښاغلي صفی الله نجفي او د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د کابل ولایت په شکر درې ولسوالي کې د شاه و عروس بند پروژې د ستونزو د هوارولو او د یاد بند د چارو د چټکتیا په هکله د اړینو اقداماتو په ترسره کولو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.
د اوبو ښاغلي معین د پروژې ارزښت ته په اشارې سره د پروژې د پاتې چارو د پلي کولو په هکله خپله ژمنتیا څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د پروژې ستونزې تر څېړنې لاندې ونیول شي او چارې يې ژرترژره بشپړې شي.
په ورته مهال، د قراردادي شرکت رئيس د پروژې د ستونزو او وضعیت راپور وړاندې کړ او څرګنده یې کړه، چې یاد شرکت به خپلې ټولې هڅې د پروژې د پاتې چارو د بشپړولو لپاره په کار واچوي.
په پای کې د اوبو معین، د ایران سفارت مستشار او د قرادادي شرکت رئيس د پروژې د ستونزو د هوارولو او پاتې چارو د ترسره کولو لپاره پر اړینې همکاري او همغږي باندې ټینګار وکړ.