د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئیس د خواجه موسی ولسوالي له یو شمیر مخورو سره وکتل
د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم الحاج مولوي محي الدین مبارز د خواجه موسی ولسوالي د شاه نادر، کته قلعه او بادغیسي کلیو له یو شمیر مخورو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې نوموړو مخورو په یادو کلیو کې په خپلسري توګه د یو کانال د کیندلو د مخنیوي په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.
د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئیس هم یادو مخورو ته د یادې ستونزې د څیړلو او هوارولو لپاره د اړوندو ادارو سره په همغږۍ د یو تخنیکي ټیم د لیږلو ژمنه وکړه.