ننګرهار ولایت کې د پنځو کاریزونو د پاکاري او بیارغونې چارې پيل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۲۹
1

د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو ولسوالي اړوند په ګولاهي کلي کې د پنځو کاریزونو د پاکاري او بیارغونې چارې د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست د رئيس محترم سید فضل احد هاشمي او ورسره مل ټیم په شتون کې پیل شوې.

د نوموړو کاریزونو د پاکاري او بیارغونې چارې د یونیسکو موسسې په مالي لګښت د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

په نوموړې پروژه کې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه هم چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu