د لوګر ولایت د خروار بند د پروژې د لومړۍ لاټ( لومړي برخې) بیارغونه او جوړونه د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۶:۳۹
1

دغه پروژه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي محترم مولوي ضیاالرحمن مدني، د افغانستان د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو او د لوګر ولایت د مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه او عملي چاري یې پيل شوې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغې پروژې د پرانیستې پرمهال په هېواد کې سرتاسري امنیت یو اللهي نعمت وباله او ویې ویل چې اوس د هېواد د اقتصادي پرمختګ او پراختیا وخت را رسېدلی او د اوبو او انرژي وزارت رهبري  په دې برخه کې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې په رښتینې توګه هڅه کوي چې خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړي.

په ورته مهال، د لوګر والي محترم شیخ ضیاالرحمن مدني د خروار بند د پرانیستې پر مهال وویل چې د اسلامي امارت مسؤلین د افغانستان خلکو ته د رښتینو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به شپه او ورځ هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د خروار بند د جوړولو چارې د لومړي ځل لپاره د داودخان د حکومت پر وخت پيل شوې وې، خو له بده مرغه د ځينې ستونزو له کبله یې چارې نیمګړې پاتې شوې.

اوس له نېکه مرغه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د هڅو او د افغانستان د اسلامي امارت په ملاتړ د دغه بند د بیارغونې او جوړولو چارې بیا پيل شوې.

د خروار بند د ۳۶ متره په لوړوالي او د ۱۴۰ متره په اوږدوالي د ۱۷ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او تر بشپړېدو وروسته به کابو (۶۰۰۰) شپږ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي چې نږدې(۱۳۰۰۰) کورنۍ به ورڅخه استفاده وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu