د نوې کېدو وړ انرژي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د خلکو د پانګونې د جذب په موخه تخنیکي ارزونې جمع بندې شوې
د هرات د ولایتي انرژي کمېټې ناسته چې دوه ورځې وړاندې د هرات د والي محترم مولانا نوراحمد اسلام جار، تر مشري لاندې ترسره شوه، د نوموړې کمیټې مسؤلینو ته دنده سپارل شوې وه، چې د نوې کېدو وړ انرژي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د خلکو د پانګونې د جذب په موخه خپلې تخنیکي ارزونې او مشورې دې د ولایت مقام سره شریکې کړې.
همدارنګه، د نوموړې کمیټې انجنیرانو خپلې تخنیکي ارزونې او مشورې یې د یوې غونډې په ترڅ کې د هریرود- مرغاب سیندیزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا په شتون کې د ولایت مقام ته د وړاندې کولو په موخه جمع بندې کړې.