د نړيوالې داوطلبۍ بلنه (IFB)

MEW-Media

Publish Date

Closing Date

 


 


پروژې: د شاتوت (للندر) د بند جوړولو پروژې

د پروژې اساسي برخې:

  • د شاتوت د موجوده اوبه خور سيستم بیا رغونه
  • د شاتوت د لاسرسي سړک او عملیاتي ودانۍ
  • د شاتوت بند او اړوند جوړښتونه
  • د شاتوت د اوبو انتقال پایپ لاین
  • د شاتوت د اوبو د تصفیې فابریکه

د داوطلبۍ شمېره: NPD/MoWE/1404/ICB/W-2323

د تدارکاتو روش: د نړیوالې پرانستې داوطلبۍ (ICB)

موقعیت: د کابل ولایت شاتوت (للندر)
د خپرېدو نېټه: د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۳ مه (د ۱۴۰۴ کال د وږي ۱۲ مه)

د افغانستان اسلامي امارت د شاتوټ بند، چې د خلکو د اوږدې مودې تمې موضوع وه، اوس د پلي کولو عملي کارونه پیل کړي دي.
دا ستره بنسټیزه پروژه به د کابل ښار د اوسېدونکو لپاره د پاکو څښاکو اوبو په برابرولو او د کرنیزو ځمکو د اوبو لګولو وړتیا لوړولو کې حیاتي رول ولوبوي، او په پای کې د اوبو د سرچینو د پایښت مدیریت ته وده ورکړي. د شاتوټ بند پروژه د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي او د تلپاتې پرمختګ، د کاري فرصتونو د زياتوالي، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساينې لپاره د اسلامي امارت ژمنتیا په څرګنده توګه ښيي. افغانستان اوس د پانګونې لپاره بې ساري فرصتونه وړاندې کوي. د امنيت په ټينګښت، سياسي ثبات او د پانګونې ملاتړ چاپیریال رامنځته کېدو سره، ملي او نړیوال شرکتونه کولی شي په دې بدلون راوړونکو پروژو کې برخه واخلي. د افغانستان اسلامي امارت ددی پروژی د تمویل په پار لازم مالی سرچینی ځانګړې کړې تر ځو نوموړی پروژه په خپل ټاکلی وخت او د ملي او نړيوالو معيارونو سره سم پلې شي. دا ټول شرایط نړیوالو پانګوالو ته یو باوري او قوي بنسټ برابروي چې په ډاډ سره د افغانستان په پرمختیايي پروژو کې برخه واخلي. 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو اداري لوي رياست د ملي تدارکاتو رياست د اوبو او انرژي وزارت په استازيتوب له ټولو ملي او نړيوالو داوطلبانو څخه بلنه کوي، څو د شاتوت (للندر) د بند جوړولو پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د شرطنامې سافټ کاپي د ضميمې (۱) تخنيکي اسنادو سره يوځای له لاندې وېبسایټونو ترلاسه کړي:

داوطلبان مکلف دي چې د شرطنامې د شرايطو سره سم خپلې آفرونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر د ۱۴۰۴ کال د تلې ۱۶ مې ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۸ مه) د سهار تر 10:00 بجو پورې د ملي تدارکاتو ریاست د آفرګشايي د اسانتیاوو آمريت ته، چې د چارو اداري لوي رياست د مرمرین قصر ترڅنګ کې په پښتونستان واټکابل کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته او انټرنټي آفرونه نه منل کېږي.
د ساحې لېدنه د ټولو علاقهمندو داوطلبانو لپاره د اعلان له خپرېدو څخه تر د مخکې له داوطلبۍ غونډې پورې پرانيستې ده. د مخکې له داوطلبۍ غونډه به د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۲ مه ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۲۴ مه) د سهار په 10:00 بجو په حضوري او آنلاین ډول ترسره کیړي.  د آفرګشايي غونډه به د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۱۶ مه ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۸ مه) د سهار په 10:00 بجو د ملي تدارکاتو ریاست په پامیر تالار کې ترسره کیړي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره، داوطلبان کولی شي د شرطنامې له مخې د ورکړل شوو برېښنالیکونو له لارې او یا د لاندې ټیلیفون له شمېرې سره اړیکه ونیسي: +93 (0) 202143274


***     
د ملي تدارکاتو ریاست

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د نړيوالې داوطلبۍ بلنه (IFB)

 


 


پروژې: د شاتوت (للندر) د بند جوړولو پروژې

د پروژې اساسي برخې:

  • د شاتوت د موجوده اوبه خور سيستم بیا رغونه
  • د شاتوت د لاسرسي سړک او عملیاتي ودانۍ
  • د شاتوت بند او . . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۱۲
Background image

اعلان داوطلبی پروژه ها در ولایات مختلف کشور

وزارت آب و انرژی از تمام داوطلبان واجد...

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۳:۵۹
Background image

(REOI) REQUEST FOR EXPRESSION OF INTEREST

Consultancy Service for Detailed ...

Back to tenders

User account menu