د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د باران اوبو ۱۶کړۍ جذبي څاګانې وکېندل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۱۵
1

د هریرود مرغاب عمومي حوزوي ریاست او د هرات د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو د هڅو او کوښښونو پر بنسټ، د باران اوبو جذبي څاګانو د کېندلو طرحې د پلي کولو په موخه، د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د یوې کارخونې‌لرونکي له لوري د باران اوبو ۱۶ کړۍ جذبي څاګانې وکېندل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د باران اوبو جذبي څاګانو طرحه د اوبیزو سرچینو د بیا تغذیې په موخه پلې کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۵۰
Background image

پروان ولایت کې د یوه عمومي کانال له حریم څخه لیدنه ترسره شوه

د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل د جبل السراج ولسوال محترم خان محمد حقیار او د نوموړې ولسوالي امنیه قوماندان محترم ملا فیض محمد حقمل د یوه عمومي کانال له بېلابېلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو سرچینو د ټاکلو په موخه جیوفزیکي څیړنې او هایدروجیولوجیکي لومړنۍ سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د ترنک قلات سېندیزې فرعي حوزې ریاست په همغږي سره په زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو د سرچینو د ټاکلو او تثبیت په موخه جیوفزیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۴
Background image

غزني ولایت کې ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د شیر آباد کلي اوسېدونکو ته د ناکو او مڼو ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول.

دغه نیالګي د اېف، اې، او مؤسسې له لوري د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې. . .

بیرته تګ

User account menu