د پکتیکا ولایت د پلتوني بند د جوړونې چارې پيل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۹ - ۱۴:۴۰
1

د پکتیکا ولایت د پلتوني بند د پروژې چارې د 851 میلیون افغانیو په ارزښت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د پکتیکا مرستیال والي محترم الحاج مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو او د پکتیکا ولایت د ګڼ شمېر اوسیدونکو په شتون کې پرانیستل شوې.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر پروژو ته په لنډه توګه اشاره وکړه او د هغوی د حیاتي ارزښت د یادونې ترڅنګ یې ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اوبو مدیریت ته ژمن دی.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پلتوني بند ارزښت ته اشاره وکړه او یادونه یې وکړه، چې دغه پروژه د موسمي سیلابونو د کنټرول، د اوبو سرچینو د مدیریت او پياوړتیا، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا د تولید په موخه پلي کېږي.

همدغه راز، د ملي پراختیا شرکت رئيس محترم عبدالرحمن عطاش ژمنه وکړه، چې نوموړې پروژه به په ښه کیفیت او ټاکلي وخت سره پلي کړي.

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم دغه پروژه د اوبو د مدیریت په برخه کې ارزښتناکه او د پکتیکا ولایت د خلکو لپاره حیاتي و بلله.

د یادونې وړ ده، چې د پلتوني بند د 41.2 متره په لوړوالي د 25 میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو او په ساعت کې د 935 کیلو واټ برېښنا د تولید وړتیا لري او همدارنګه دغه بند 2500 هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۶:۱۵
Background image

د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت الکترونیکي سیسټم پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دغه سیسټم د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست له لوري د اوبو سرچینو د غوره مدیریت، څارنې او د معلوماتو د ډیجیټال سازي په موخه جوړ شوی، چې د یوې ناستې په ترڅ کې د اوبو معین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

غور ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ولایت د تیورې ولسوالي په آنه کلي کې د آنه چکډم پروژه د ۲ میلیونه، ۴۳۵ زره او ۷۵۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د ولایت مقام د استازي، د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۲
Background image

د اوبو او انرژي وزارت پلاوي ایران هېواد کې د "برېښنا صنعت" ترسرلیک لاندې  ۲۵ نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی چې پکې محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پایدارې انرژي عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزی، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي رئيس او محترم مولوي. . .

بیرته تګ

User account menu