د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ریاست کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه درې ورځنی ښوونیز پروګرام پیل شو

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۱۹
۱

دغه ښوونیز پروګرام د اوبو او انرژي وزارت، د اوبو سرچینو عمومي ریاست تر چتر لاندې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ریاست له لوري، د یونیسف د محترمې مؤسسې په تخنیکي همکاري، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو ریاست د کارکوونکو لپاره پیل شو.

په دغه ښوونیز پروګرام کې د انجنیري کمپیوټري پروګرامونو په کارولو سره د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د شننې، هایدروجیولوجیکي نقشو جوړونې او راپورونو د چمتو کولو اړین موضوعات د یوه تن نړیوال متخصص له خوا، د یاد ریاست انجنیرانو ته په عملي توګه ښوونه ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د دغه پروګرام د ترسره کولو موخه، د کارکوونکو د تخنیکي وړتیا لوړول او په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د مدیریت ښه والی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu