د کنړ سیندیزې فرعي حوزې، د اسعد آباد ښاروالي او د ښارجوړونې وزارت ترمنځ دهمغږۍ ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي، د اسعد آباد ښاروال محترم مولوي عتیق الله او د ښارجوړونې وزارت د استازو ترمنځ ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د اسعد آباد د ښاروالي له لوري د لس پوړه هوټل او د پیچ سیند په غاړه د پنځه پوړه ودانیو د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه، ترڅو هغه سیمې چې د سیندونو حریم وي او په راتلونکي کې د سیلابونو له ګواښ سره مخ وي، په پلان کې ونه نیول شي او مناسبه سیمه وټاکل شي.