د کنړ سیندیزې فرعي حوزې، د اسعد آباد ښاروالي او د ښارجوړونې وزارت ترمنځ دهمغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, Jun 26 2024 5:14 PM
1

دغه ناسته د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي،  د اسعد آباد ښاروال محترم مولوي عتیق الله  او د ښارجوړونې وزارت د استازو ترمنځ ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اسعد آباد د ښاروالي له لوري د لس پوړه هوټل او د پیچ سیند په غاړه د پنځه پوړه ودانیو د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه، ترڅو هغه سیمې چې د سیندونو حریم وي او په راتلونکي کې د سیلابونو له ګواښ سره مخ وي، په پلان کې ونه نیول شي او مناسبه سیمه وټاکل شي.

User account menu