د 77 ترکي شرکت رئیس له بادي سرچینو څخه د 200 میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې لیوالیتا څرګنده کړه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۶:۱۴
۱

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د خپل کار په دفتر کې د 77 ترکي ساختماني شرکت له رئیس، ښاغلي سلیمان جیلیو سره وکتل او د بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، په افغانستان کې د 77 ترکي شرکت له کړنو څخه ستاینه وکړه او د یاد شرکت له لوري د کجکي بند د دوهم فاز پروژې تطبیق یې د افغانستان د خلکو لپاره یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله.

ښاغلي منصور د انرژي په پروژو کې د پانګونې پر پراختیا باندې ټینګار وکړ او د 77 ترکي شرکت رئیس ته یې ډاډ ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري له یاد شرکت سره د پانګونې د زمینې د چمتو کولو په برخه کې هر راز همکاري ته ژمن دی.

په ورته مهال، د 77 ترکي شرکت رئیس، ښاغلي سلیمان جیلیو ژمنه وکړه چې د تیرو همکاریو سربیره، په افغانستان کې له بادي سرچینو څخه د 200 میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې هم پانګونې ته لیواله دی.

په پای کې، دواړو لورو هوکړه وکړه ترڅو د اوبو او انرژي وزارت او 77 ترکي شرکت تر منځ، له بادي سرچینو څخه د 200 میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په موخه د همکاري هوکړه لیک ژر تر ژره لاسلیک شې، ترڅو د یاد هوکړه لیک پر بنسټ د نوموړي پروژې عملي چارې پیل شې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu