غزني ولایت کې د کامل کانال پروژه د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۳:۴۱
1

د غزني ولایت مرکز اړوند د کامل کانال پروژه د غزني د اوبو او انرژي رئیس مولوي محمد شفیق منصورعمر، د کامل کانال د شورا رئیس حاجي محمد اکبر او د ګڼ شمېر سیمه اییزو اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی کانال چې د سلطان بند د لویو او مهمو کانالونو څخه دی، د جوړولو چارې یې د یو، اېن، اېف، اې، او مؤسسې لخوا د ۷ میلیونه او ۴۳۷ زره او ۸۰ افغانیو په لګښت چې چارې یې د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې، د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې شوې.

دغهٔ کانال د ۱۲۰۰ متره اوږدوالي او ۱.۵ متره پلنوالي او ۱.۵ متره لوړوالي په درلودلو سره،  د ۱۰۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د  خړوبولو وړتیا لري.

د نوموړي کانال په مسیر کې د موټرونو لپاره ۳ لوی پلونه ، د پلي تګ لپاره ۹ کوچني پلونه، د اوبو لګولو ۹ لويې او ۱۰ کوچنۍ دروازې هم جوړې شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu