لغمان ولایت کې یو شمېر پراختیايي پروژې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۴۶
1

ترنجونه، یو سربند، دوه چکډمونه او د ماهیانو روزنې حوض پروژې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان راشدي، تخنیکي سلاکار انجنیر سید عبدالرحیم سادات، د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالداري رئیس مولوي عبدالستار محمد، د اېف، اې، او مؤسسې لوی رئیس ریچارډ او د نوموړې مؤسسې د خیتځ زون مسؤولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو مراسمو کې د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس د اېف، اې، او مؤسسې مسؤولینو د خدمتونو په ستایلو سره له هغوی څخه وغوښتل تر څو د نهر کریم کانال د پاتې کارونو د بشپړولو او د یاد کانال د سیند غاړې استنادي دېوالونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

په ورته مهال کې د نوموړې مؤسسې رئیس په لغمان ولایت کې د یو شمېر نورو پراختیایي پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې په لغمان ولایت کې د نهر کریم کانال سربېره د شاهي او بدېع الآباد کانالونو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۴۶
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۸:۴۵
Background image

بیرته تګ

User account menu