د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د لوی اختر د مبارکۍ په ناسته کې پر اخلاص او مسؤولیت منلو ټینګار وکړ

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۴:۳۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغهٔ وزارت رئیسانو او کارمندانو ته په یوه غونډه کې د لوی اختر مبارکي ورکړه او د دغهٔ اختر د دیني لارښوونو پر اهمیت، د اسلام د دین په ساتلو او د هېواد د آبادولو په لاره کې یې د قربانيو او فداکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ.

نوموړي په دغهٔ ناسته کې، د لوی اختر مبارکې ورځې د ارزښتمنو دیني لارښوونو څخه ډکې وبللې چې د اسلام دین په اطاعت باندې ټینګار لري. هغه یادونه وکړه چې مسلمانان باید تل د دین ساتلو او اسلامي نظام په لاره کې قرباني ورکولو ته تیار واوسي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د ناټو او آمریکایي ځواکونو د نیواک ۲۰ کلنې دورې ته اشاره وکړه او ؤ یې ویل: "متأسفانه په هغه دوره کې د افغانستان د خلکو عاشورا او اختر یو ډول وو او د دغې خاورې خلک آن د اختر په ورځو کې هم د خپلو ځوانانو د شهادت شاهدان وو او د خپل ژوند د خوښیو ورځې یې هم د خپلو عزیزانو په ویر کې تېرولې، خو له نیکه مرغه په وروستیو څلورو کلونو کې، د اسلامي نظام په برکت، خلک د اختر ورځې په خوښۍ سره په بشپړ آرامښت او آمنیت کې لمانځي".

ښاغلي منصور د وزارت رئیسانو او تخنیکي مسؤولینو ته په خطاب کې ټینګار وکړ چې اوس مهال په هېواد کې د علمي او مسلکي ودې لپاره زمینه برابره ده او ددې وخت را رسېدلی تر څو د افغانستان د پرمختګ او ځان بساینې لپاره هڅې وشي. هغه له مسؤولینو وغوښتل چې اخلاص او مسؤولیت منل د خپلې دندې عنوان وګرځوي او د هېواد د آبادولو په لاره کې په صداقت او فداکاري سره هڅې وکړي.

هغه همدارنګه د وروستیو کلونو وچکالیو ته اشاره وکړه او ؤ یې ویل: "د اوبو د مدیریت په برخه کې خدمت کول، نن له بل هر وخت څخه لا زیاتو هڅو ته اړتیا لري".

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست په دوام کې زیاته کړه: "د اسلام دښمنان په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو دښمنان، په خپلو دروغجنو تبلیغاتو سره، تل د تفرقې اچونې او د اسلامي نظام څېرې د تحریب لپاره په لټه کې دي. د افغانستان له شریف ولس څخه تمه کېږي چې ددغو توطئو پر وړاندې هوښیار واوسي او په خپل صادقانه ملاتړ سره د اسلامي نظام په ساتلو او د هېواد په آبادولو کې ثابت قدمه پاتې شي.

دغه ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېدله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu