لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل د لوګر مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د خروار ولسوال محترم مولوي رفیع الله( محمدالله عبدالله) او د دغه ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اړوند د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
نوموړو مسؤلینو د نوموړې پروژې مسؤلینو ته د چارو د لا غوره پرمخ وړلو او اړینو همغږیو د رامنځته کولو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
