لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Tue, Jul 09 2024 11:18 AM
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل د لوګر مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د خروار ولسوال محترم مولوي رفیع الله( محمدالله عبدالله) او د دغه ریاست  تخنیکي ټیم د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اړوند د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

نوموړو مسؤلینو د نوموړې پروژې مسؤلینو ته د چارو د لا غوره پرمخ وړلو او اړینو همغږیو د رامنځته کولو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu