په بغلان ولایت کې د یوه ګبیوني دېوال د جوړولو پروژه د 134000 امریکایي ډالرو په ارزښت پرانیستل شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۶:۴۲
1

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالي په ترکانو کلي کې د یوه ګبیوني دېوال د جوړولو پروژې عملي چارې د یو سلو څلور دېرش زره (134000) امریکایي ډالرو په ارزښت د بغلان ولایت والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي محب الله عادل او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پیل شوې.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژه د 1530 متره په اوږدوالي او 4 متره پلنوالي سره د FAO مؤسسې په مالي ملاتړ ترسره کېږي چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته پکې د کار زمینه چمتو شوې ده او کابو 120 جریبه کرنیزه ځمکه به د سیلابونو له خطر څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۶:۱۲
Background image

بامیان ولایت کې د پورتني سیوک چکډم پروژه د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

د بامیان ولایت په ورس ولسوالي کې د پورتني سیوک چکډم پروژه د ۲ میلیونه، ۲۴۵ زره او۷۷۴ اعشاریه ۴ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د ۳۱ متره په اوږدوالي او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱
Background image

غزني ولایت کې د لسو کاریزونو د پاکاري او ترمیم پروژه د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

د غزني ولایت په واغظ او زنخان ولسوالیو کې د خانمود کلا، فتحې کلا، زړې کلا، چهاردیوال، شیخو، جلال، ګوګرد، تورمې، سرخ تالا او خشکک کاریزونو د پاکاري او ترمیم پروژه د ۶ میلیونه، ۶۹ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۴:۴
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د زابل ولایت د اوبو او انرژي رئیس ملا عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم په دغه ولایت کې د عمري ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو. . .

بیرته تګ

User account menu