په خوست ولایت کې د یوه کانال د جوړولو چارې د څه باندې ۱۹۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۹:۳۳
1

د خوست ولایت په باک ولسوالي کې د یوه کانال د جوړولو چارې د یوسلو نوي زره او پنځه سوه دوه شپيته (۱۹۰۵۶۲) آمریکایي ډالرو په ارزښت د یاد ولایت مرستیال والي محترم محمد انور دین پرور، د شمل- خرم سیندیزې حوزې رئيس محترم دوکتور فضل الرحمن جلالي، د باک ولسوال، د اړیکو دفتر مسؤلینو او یو شمېر علماو او مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړی کانال د ۱۷۰۰ متره اوږدوالي په درلودلو د ۲۲۶۸ جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري او د اوبو د مدیریت او تنظیم په برخه کې هم ګټور ګڼل کېږي.

د یاد کانال چارې د شمل خرم سیندیزې حوزې په تخنیکي همکاري د سویس هېواد د پرمختیایي ادارې په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېدې چې پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu