په موټر مینځل ځایونو کې د کارول شوو اوبو تصفیې او بیا کارولو دوراني سیسټم د بیلګې په توګه پلی او و ارزول شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۴:۳۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئیس محترم محمد نعمان نثار، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو رئیس محترم انجینر عزیزالرحمن عزیز او یو شمېر نورو تخنیکي انجینرانو د یاد سیسټم د پلي کېدو لومړۍ بېلګه تر څېړنې او اورزونې لاندې ونیوله.

دا سیسټم د آزموینې په توګه په موټر مینځل ځایونو کې د اوبو بیا کارولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د مدیریت او تنظیم په موخه د اوبو او انرژي وزارت د انجینرانو لخوا ډیزاین شوی ، ترڅو د موټر مینځلو په وخت کې د اوبو ضایع کېدو مخه ونیسي او د ځمکې لاندې اوبو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه خوندي کړي، چې د صفا شارجې موټر مینځل ځایونو د مالک لخوا د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې پلی شوی.

څرنګه چې په اوسنيو شرايطو کې د دغه سيسټم تطبيق ګټورې پايلې لرلې او د ځمکې لاندې اوبو د بې ځایه کارولو د مخنيوي لپاره خورا اړین ګڼل کیږي، د اوبو او انرژي وزارت په پام کې لري چې د کابل او نورو لويو ښارونو په ټولو موټر مينځل ځایونو کې يې پلی کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu