پکتیا ولایت کې د نري اوبو ذخیروي او برېښنا د تولید بند سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پکتیا ولایت په احمد خېلو ولسوالي کې د نري اوبو ذخیروي او د برېښنا د تولید بند د توپوګرافي، هایدرولوژيکي، جیولوجیکي، کرنیزې،ټولنیزې او چاپیریالې سروې ترسره کړه.
د نوموړي بند په جوړېدو سره به لسګونه میلیون متره مکعب اوبه د برېښنا د تولید او د سلګونو هکتاره ځمکې د خړوبولو په موخه زېرمه او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا لامل هم شي.