پکتیا ولایت کې د نري اوبو ذخیروي او برېښنا د تولید بند سروې ترسره شوه

mew-admin
Wed, Sep 04 2024 8:59 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پکتیا ولایت په احمد خېلو ولسوالي کې د نري اوبو ذخیروي او د برېښنا د تولید بند  د توپوګرافي، هایدرولوژيکي، جیولوجیکي، کرنیزې،ټولنیزې او چاپیریالې سروې ترسره کړه.

د نوموړي بند په جوړېدو سره به لسګونه میلیون متره مکعب اوبه د برېښنا د تولید او د سلګونو هکتاره ځمکې د خړوبولو په موخه زېرمه  او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا لامل هم شي.

User account menu