کاپیسا ولایت کې د اوو پروژو چارې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۶:۱۵
۱

کاپیسا ولایت کې د اوبو سرچینو د ساختماني پروژو چارې د ۱۱ میلیونه، ۶۸۷ زره او ۷۰ افغانیو په لګښت د کاپیسا مرستیال والي محترم شېخ اسدالله سنان، د کاپیسا د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش، د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې د استازي محترم ډاکټر غلام مرتضی خاشع او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

په دغو پروژو کې ۵۶۰ متره استنادي دیوالونه، د سیند څنډو د ټینګښت سنګ کاري، سربند او کانال شامل دي، چې شپږ پروژې یې د کاپیسا ولایت په تګاب او یوه پروژه په نجراب ولسوالي کې پلي کیږي.

د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د سیلابونو له ګواښونو څخه خوندي او د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې بسنټيز رول ولوبوي.

د نوموړو پروژو چارې د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې( یو، این، ډي، پي) دفتر په مالي لګښت د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu