کندز ولایت کې د یوه کانال د پاکاري او د اوبو ذخیرې د جوړولو چارې  د یو میلیون او سل زره افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۲:۱۵
1

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالي کې د یوه کانال د پاکاري او د اوبو د ذخیرې د جوړولو چارې د یو میلیون او سل زره (۱۱۰۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی او یو شمېر نورو سیمه اییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د کانال د پاکاري چارې چې  د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د خان آباد ولسوالي په امر خیلو کلي پيل شوې، د ګڼو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.

همدارنګه د اوبو ذخیرې جوړولو چارې چې د ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت د خان آباد ولسوالي په اکاخیلو کلي پيل شوې او د چارو تر بشپړېدو وروسته به د ۴۵۰ کورنیو لپاره  د څښاک اوبه چمتو شي.

د یادو پروژو چارې د آلمان هېواد د اوبو سکتور د بشرپاله مرستو په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۶:۱۲
Background image

بامیان ولایت کې د پورتني سیوک چکډم پروژه د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

د بامیان ولایت په ورس ولسوالي کې د پورتني سیوک چکډم پروژه د ۲ میلیونه، ۲۴۵ زره او۷۷۴ اعشاریه ۴ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د ۳۱ متره په اوږدوالي او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱
Background image

غزني ولایت کې د لسو کاریزونو د پاکاري او ترمیم پروژه د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

د غزني ولایت په واغظ او زنخان ولسوالیو کې د خانمود کلا، فتحې کلا، زړې کلا، چهاردیوال، شیخو، جلال، ګوګرد، تورمې، سرخ تالا او خشکک کاریزونو د پاکاري او ترمیم پروژه د ۶ میلیونه، ۶۹ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۴:۴
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د زابل ولایت د اوبو او انرژي رئیس ملا عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم په دغه ولایت کې د عمري ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو. . .

بیرته تګ

User account menu