کنړ ولایت کې د صافو شولت چکډم د جوړولو چارې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۲:۲۰
1

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې اړوند د کنړ ولایت په نورګل ولسوالي کې د صافو شولت چکډم د جوړولو چارې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د یوه کورني شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبه پیاوړي شي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د کنړ سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو له لوري د کنړ ولایت په شیګل او منورې ولسوالیو کې قراردادي شرکتونو ته د چکډمونو د جوړولو په موخه مشخص سیمې وسپارل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۲۱
Background image

د برېښنا انرژي د تولید یوه شرکت ته جوازلیک ورکړل شو

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم خلیل الرحمن فاروقي د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د عبدالسمیع برېښنايي چوپړتیاوو شرکت مسؤل ته د برېښنا انرژي د تولید جواز لیک ورکړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۰
Background image

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی د "برېښنا صنعت" تر سرلیک لاندې ۲۵ نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته په سفر ولاړ

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی چې پکې محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پایدارې انرژي عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزی، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي رئيس او محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۸
Background image

پکتیکا ولایت کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د نږدې ۵۰ زره افغانیو په لګښت نصب شول

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت د برمل ولسوالي په مندرخېلو کلي کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د ۴۶ زره او ۲۴۰ افغانیو په لګښت نصب کړل.

د یادونې وړ ده، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu