د فراه ولایت د 6 چکدم پروژو قرارداد لاسليک شو

mew-admin
Wed, May 13 2020 2:15 PM
123

د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئيس، انجینر خان محمد تکل او په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازي همایون شهيد زاده په شتون یاد ولايت کې د 6 چکدم پروژو قرارداد لاسلیک شو چې په نږدې راتلوونکي کې به یې د کار چارې پيل شي.

د یادونې وړ ده چې په دغه لیدنه کې د فراه ولسونو په ستونزو، اړتیاو، د بخش اباد بند او نورو پراختیاي پروژو چې د رغونې چارې یې روانې دي خبرې وکړې.

په اخر کې ښاغلي انجینر خان محمد تکل په خپلو خبرو کې وويل چې" اوبه زموږ ملي شتمني ده، ساتنه، کنټرول او سالمه استفاده ترې زموږ د ټولو ملي وجیبه ده او موږ دغې چارې ته هوډمن يوو."

User account menu