د بادغیس ولایت د 3 چکدم پروژو قراردادونه لاسلیک شول

د بادغیس ولایت د 3 چکدم پروژو( لامانی خارستان د اوبو ذخېرې پروژه، د مقر ولسوالۍ د شورابک چکدم پروژه او د دهن چپقول چکدم پروژو) قراردادونه، په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت استازو، امیر شاه نايب زاده او استاد فريده بيګزاد په شتون کې د یادې ادارې په مقام کې لاسليک شول.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس، انجينر خان محمد تکل، د دغه قرارداد لاسلیک څخه وروسته وویل" په نورو ولایتونو کې هم د ورته پروژو په سروې کار روان دی چې ژر به یې قراردادونه لاسليک شي."