د کندهار والي سره ليدنه

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست انجینر خان محمد تکل د کندهار والي حیات الله حیات سره لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې په یاد ولایت کې د اوبو دپراختيايی پروژو او په ځانګړي ډول د سیند د غاړو تحکیماتو، د ارغنداب سیند د اوبو لګولو شبکې سیستم پراختیا، د دهله د بند پراختیا او د چکډم پروژو پر تطبیق خبرې وکړې.