د فاریاب ولایت د 2 ملي پروژو د ستونزو د حل په موخه ګډه ناسته تر سره شوه

ناسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د عمومي رئيس انجینر خان محمد تکل په رهبري چې د دغه ادارې يو شمېر رئیسانو، د ولسي جرګې استازو، مشرانو، د فاریاب ولایت ځوانانو او د قراردادي شرکتونو استازو ګډون درلود د دهنه درې د اوبو او بريښنا بند او د جوزجان ولایت د اندخوی د څکلو اوبو د پروژې د چارو پرمختګ او د ستونزو د حل په موخه تر سره شوه.
په دغه ناست کې د دواړو پروژو د وضعیت په اړه خبرې وشوې چې د دهنه درې د بند او د اندخوی د څکلو اوبو د پروژو د کار ګړندي کولو په اړه لازم تصميمونه ونیول شول.
په دغه ناسته کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس د دهنه درې د بند د تخنیکي مشکلاتو يادونه وکړه او د ولس استازو څخه یې وه غوښتل چې د دغه پروژې د استملاک د ستونزې په حل کې مرسته وکړي او د قراردادي شرکتونو د استازو سخه یی جدی وغوشتل تر څو د بند د کار چارې چټکې کړي.
په ورته وخت کې ښاغلي تکل د اندخوی د څکلو اوبو پروژه د حیاتي ارزښت څخه د يادولو تر څنګ پرېکړه وکړه چې د دغه پروژې د وضعیت د څېړلو، د مسیر معلومولو او د اوبو رسونې لنډمهالي، منځمهالي او اوږدمهالي پلان د طرحې جوړولو په موخه دې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې، د اوبو رسونې شرکت او د ولس استازو څخه ګډ هيئت جوړ شي.
په دغه ناسته کې د فاریاب ولایت د ولس استازو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له رهبري څخه مننه وکړه او په دغه ولایت کې یې د يادې ادارې د پراختیايی پروژو د پلي کولو په برخه کې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.