د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د زمري 7مه د بیرغ ملي ورځ ولمانځل شوه

mew-admin
Tue, Jul 28 2020 4:05 PM
123

ملي بیرغ د هېواد ملي هويت، عزت، حیثیت او ملي نښان دی.

ملي بیرغ د يو هېواد، د ازادۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ، منظم دولت، متحد ملت او د دغه ملت د ملي ارزښتونو ښکارندوي کوي.

د افغانستان جغرافیه د يو مستقل(تور، سور،زرغون) بیرغ لرونکې ده چې دا د افغان ملت لپاره ستر ویاړ، ساتنه او رپانده ساتل یې پر موږ فرض دي.

د بيرغ ملي ورځ لمانځل خورا اړین دي؛ موږ مکلف يوو تر څو نوي او راتلوونکي نسل ته د ملي بيرغ ارزښت او ساتنې مفکوره ورسوو.

نن د 1399 کال، د زمري مياشتې 7مه د ملي بیرغ ورځ ده، د دغه ویاړمنې ورځ مبارکي ټول افغان ولس ته وایم.

ژوندی دې وي افغانستان

انجینر خان محمد تکل

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست

User account menu