د زابل والي، د ولسي جرګې غړي او د ولایتي شورا رئیس سره لیدنه
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، انجینر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د زابل ولایت د والي تورن جنرال محمد نبي احمدزي؛ د ولسي جرګې غړې زهرا توخي او د دغه ولایت د ولایتي شورا رئيس سره وکتل.
په دغه لیدنه کې په ياد ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پراختيايی پروژو په ځانګړي ډول د چکډمونو جوړول، ګبیوني تحکیمات، د اوبو لګونې کانالونو بيارغول، او د بريښنا رسونې د پروژو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د زابل ولايت د والي او د ولس د استازو سره د اوبو د پروژو پراختيايی پلان مسوده شریکه کړه او هغوئ ته یې ډاډ ورکړ چې ډير ژر به د پروژو د سروې په موخه يو تخنیکي ټيم زابل ولایت ته واستول شي.
