د غزني ولایت د 4 چکډم پروژو قرارداد لاسلیک شو
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، ښاغلي انجینر خان محمد تکل د 29 ميلیونه افغانیو په ارزښت د غزني ولایت د 4 چکډم پروژو قرارداد د دغه ادارې تخنیکي مرستيال، په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازي، قومي مشرانو او د اوبو د چارو د چارو د تنظیم ملي ادارې يو شمېر رئيسانو په شتون کې لاسلیک کړ.
دغه پروژې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له خوا د اوبو د مديريت، د اوبو د سرچینو پياوړتیا او د سیلابونو د مهارولو په موخه د غزني ولایت مرکز او په مقر، چغتو، خواجه عمري ولسوالیو کې په لاره اچول شوي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس، د دغه پروژو د قرارداد د لاسلیک پر مهال په اوسني شرایطو کې د اوبو مديریت د ارزښت يادونې تر څنګ د اقلیم بدلون ته په کتو په هېواد کې د اوبو مدیریت او د سیلابونو د مهارولو په برخه کې د دغه ډول پروژو پلي کول اړین او ګټور وه بلل.
همدارنګه په دغه ناسته کې ښاغلي تکل د غزني ولایت قومي مشرانو سره د هغوئ په ستونزو او د خلکو په اړتیاو خبرې وکړې او هغوئ ته یې ډاډ ورکړ چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي ټيم د غزني ولایت پراختیاي پروژې سروې کړې او د نورو مرحلو د پلي کولو لپاره پرې کار کوي.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازې نفيسه عزیزي د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له کړنو ستاینه وکړه او له قراردادي شرکتونو څخه یې وغوښتل چې يادې پروژې دې په ښه کیفیت او په ټاکلې موده کې بشپړې کړي.
د دغه پروژو پلي کولو سره به تر 240 زره متر مکعب زیاتې اوبه کنټرول شي؛ 1225 جریبه ځمکه به خړوبه کړي او 1150 کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
