د نورستان ولایت والي سره لیدنه
د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، ښاغلي انجینر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت د والي ډاکټر عبدالغفور ملکزي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د اوبو د مديریت او د انرژي د تولید پراختيايی پروژو او په ځانګړي ډول په نورستان ولایت کې د بريښنا د تولید د کوچنیو بندونو د رغولو په اړه خبرې وشوې.
د نورستان والي بريښنا ته لاس رسی د دغه ولایت له لومړیتوبونو څخه یاد کړل، ځکه نورستان ولایت د طبیعي منظرو په لرلو سره د هېواد یو له ملي پارکونو څخه شمېرل کيږي.
ښاغلي تکل، په دغه لیدنه کې د نورستان ولایت د يو شمېر پروژو د سروې او ډيزان یادونه وکړه او د هغه ولایت والي ته یې ډاډ ورکړ چې ژر تر ژره به د نورو پروژو د سروې او ډيزاین لپاره یاد ولایت ته د دغه ادارې تخنیکي ټيم واستوي.
