د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې؛ د چارو ادارې عملیاتي واحد او د ملي پراختیا شرکت تر منځ ګډه ناسته

mew-admin
Sat, Oct 17 2020 12:55 PM
79

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې؛ د چارو ادارې عملیاتي واحد او د ملي پراختیا شرکت تر منځ ګډه ناسته

په دغه ناسته کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس انجینر خان محمد تکل، د دغه ادارې تخنیکي مرستیال انجینر احمد ویس بصیري، عبدالتواب يوسفزی د چارو ادارې عملیاتي واحد تخنیکي معین، محمود سالار د ملي پراختیا شرکت تخنیکي مشاور او د دغه درې ادارو نور رئيسانو ګډون درلود.

دغه ناسته د دریو ادارو د لا ډيرې همغږي په موخه د هېواد د اوبیزو پروژو، کانالونو، چکډمونو، لویو بندونو او د درېو واړو ادارو پر لا همغږۍ هوکړه او د تخنیکي همکاریو په موخه جوړه شوې وه.

په دغه لیدنه کې پرېکړه پر دې وشوه چې؛ هغه پروژې چې سروې یې بشپړه شوې؛ د چارو ادارې عملیاتي واحد او د ملي پراختیا شرکت به د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې سره په همغږي د دغه پروژو د ډيزاین چارې هم بشپړې کړي چې وروسته به د پروژو عملي چارې هم پيل شي.

دغه ادارو د ملي پروژو د عملي کولو په موخه په خپل منځونو کې هوکړه او د مرستو ژمنه وکړه.

User account menu