د ارزګان ولایت والي سره لیدنه

mew-admin
Mon, Oct 19 2020 9:13 AM
81

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجینر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت والي محمد عمر شیرزاد سره وکتل.

په دغه لیدنه کې په ارزګان ولایت کې د دغه ادارې پراختیاي پروژو، لکه د اسټېشنونو جوړول، د اوبو ذخیره کولو کوچني بندونه او د سیندغاړو تحکیماتو پروژو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د پراختياي پروژو د پلي کولو په اړه د ارزګان ولایت والي ته ډاډ ورکړ او وې ویل" ډير ژر به يو تخنیکي ټيم د پروژو د سروې او ډيزاین په موخه یاد ولایت ته در واستول شي"

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت والي ښاغلي شیرزاد د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له کړنو ستاینې تر څنګ، د پروژو د امنیت ټينګولو او د لا ډيرې همغږئ ژمنه وکړه.

User account menu