د خوست ولایت د خلکو استازي سره لیدنه
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو ولایت استازي کمال ناصر اصولي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د دغه ادارې پراختیاي پروژو په ځانګړي ډول د سیند غاړو تحکیماتو، د اوبو لګولو کانالونو بیارغونې او په خوست ولایت کې د چکډم پروژو پلي کولو باندې خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس د خوست ولایت د خلکو استازي ته د ځمکې سر اوبو مديریت په برخه کې د پراختياي پروژو پلي کولو ډاډ ورکړ.
په اخر کې په ولسي جرګه کې د خوست ولایت استازي کمال ناصر اصولي لخوا ښاغلي انجنیر خان محمد تکل ته د لوې افانستان بنسټګر احمد شاه بابا انځور ډالۍ کړ.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
